تازه خبرونه

په هلمند کې لسگونه جنگ ځپلي كورنۍ له مرستو برخمنې شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په هلمند کې له لسگونو جنگ ځپليو كورنیو ته د ملگروملتونود ماين پاکۍ پروگرام لخوا مرستي چمتو شوي، چې د دوشنبې په ورځ د سرې مياشتې لخوا ووېش شوې.

دغه مرستې، چې په کې ۳۰ قلمه خوراکي توکي او نورد کورسامان آلات شامل دي ۶۳ هغو کورنیو ته ورکړشوې، چې په وروستيو جگړوکې يې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي اويا هم له همدې کبله معيوب شوي دي.

په هلمند کې د ملگروملتونوماين پاکۍ پروگرام مرستيال محمد طاهرفضلي وايي،ورته مرستې له دې مخکې هم پرهلمند سربېره په ځينو نورو ولايتونو کې هم وېشل شوي او که په راتلونکي کې اړتيا وه هم چمتو يو، چې دې ته ورته له نورو کورنيو سره دا ډول مرستې و کړي.

په ورته وخت کې د هلمند د سرې مياشتې رييس اسدالله مايار وايي، چې د دې ترڅنگله شاوخوا ۷۰۰ جگړو ځپلیو او بيځايه شويو کورنيوسره مرستې ترسره شوې دي.

د دوی په خبره؛ اوس هم په دې ولايت کې جگړې روانې دي اود سروې ډلې هره ورځ نوې بيځايه شوې اوزيانمې کورنۍ راجستروي؛ د هغوی له پاره هم د مرستو په چمتو کولو اخته يو.

د دغو کورنيو غړي وايي، چې د جگړوله کبله مو د کورنيوغړي له لاسه ورکړي اوپخپله هم ټپیان شوي یو.

د دوی په وین؛ د روانې جگړې پر لامل هره ورځ گڼې کورنۍ کډي کوي، چې دا مهال دې ډول مرستوته ډيره اړتيا لري.

خبریال: نعمت الله زهير.

 

Trending

Exit mobile version