تازه خبرونه
په هلمند کې ملي امنیت د انتحاري حملو مخه نیولې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي:
په هلمند ولایت کې ملي امنيت پر انتخاباتي کمپاینونو د څو انتحاري حملو او چاودنو مخه نیولې ده.
د دې ریاست په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې:
له افغانستان څخه بهر تروریستي کړیو پلان درلود، چې له چاودیدونکيو موادو ډک دوه موتر د لښکرگاه په ښار کې پر انتخاباتي بهيرونو حملې وکړي، چې بریالي نه شول.
په اعلامیه کې راغلي، چې له حملو مخکې دغه مواد او درې مشکوک وسلوال د وسلوالو په یوه مرکز کې ونیول شول.
د ملي امنیت موظفینو پخوا هم پر انتخاباتي کمپاینونو د وسلوالو مخالفینو څو حملې شنډې کړي دي.