تازه خبرونه

په هلمند کې ځانمرګي برید اووه تنه ووژل او شل نور ټپیان کړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هلمند په لښکرګاه ښار کې د نوي کابلبانک مخې ته موتر بم برید تر سره شوی، چې په کې اووه تنه وژل شوي او شل نور ټپیان دي.

دا برید د هلمند والي د دفتر په ۱۵۰ مترۍ کې د هغه بانک مخې ته رامنځته شوی، چې د ملي اردو سرتېري په کې د معاش اخیستلو په موخه راټول شوي وه.

شاهدان وايي، ځانمرګي بريد کوونکي د ملي اردو له ټانګ سره خپل موتر جنګولى، چې په کې خلکو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده .

 د لښکرګاه ښار د لومړۍ امنيتي حوزې آمر عبدالقیوم وایي،چي په دې پېښه کي د ملي اردو  د سرتېرو تر څنګ ملکي خلکو ته هم مرګ و ژوبله اوښتي ده .

په هلمند کي د ٢٠١٥ ميوند قول اردو وياند محمد رسول ځاځى وايي، چي په دې پېښه کي ددوى درى سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

پېښه په داسې حال کې راکمځته شوې چې د جمعې په شپه په سنګین ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو پر هوایي برید ۱۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version