تازه خبرونه
په هلمند کې ځانمرګي لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
امنیتي سرچینې وایي؛ په هلمند کې د ځانمرګي موټربم په چاودنه دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نورټپيان شوي .
خود هلمند د والي وياند عمرځواک وايي چې په دې پيښه کې د دوو پوليسو په ګډون ۵۱ ملکي کسان ټپيان شوي؛ يوه ښځه او يو سړی چې هغه هم ملکي وګړي دي وژل شوي دي.
دغه چاودنه د سې شنبې په سهار شاوخوا نهه بجې د لښکرګاه ښار د زراعت د نومروپه ساحه کې را منځته شوه چې هدف یې د امنیه قوماندانۍ ودانۍ وه.
امنيتي مسؤلين وايي چې وسله والوغوښتل له دې چاودنې وروسته په امنيه قوماندانۍ تهاجمي بريد وکړي خو له ناکامۍ سره مخ شول. د سیمې اوسیدونکي وایی چاودنه ډيره زوروره وه چې د ځاني زيانونو تر څنګ یې ځينې کورونه نړولي هم دي.
خبریال: نعمت الله زهير