تازه خبرونه
په هلمند کې ځانمرگي ۴۸ تنو ته مرگ و ژوبله اړولي
د هلمند مرستيال والي وايي، چې په هلمند کې ځانمرگي بريد اووه تنه ووژل او يوويشت نور يې ټبيان كړل.
د نوموړي په وینا؛ دا بريد د مازدا موتر په وسيله په لښكرگاه كې د ولايت ودانې ته څيرمه شوې ده .
د هلمند ولايت مرستيال محمدجان رسول يار وايي:
د چاودنې سيمه ته څيرمه د سړي تښتونو د مخنيوي په اړه غونډه روانه وه، چې د غونډې له پای ته رسيدو وروسته چاودنه و شوه، چې په کې ځينې دولتي مامورين هم شامل دي.
نوموړی زیاتوي؛ ښايي د بريد موخه همدا غونډه وه، چې له كابل څخه هم ورته پلاوى راغلى و.
د ولايتي شورا ریيس محمدکريم اتل وايي، چې ده ته په دې اړه د ځينو سرچينو لخوا خبرورکړ شوی و.
په لښکرگاه کې د ايمرايجنسي روغتون يوه سرچينه وايي، چې له دې پېښې ۷ کسانومړي او۲۱ ټپيان همدې روغتون او۲۰ نورټپيان، چې ښځې او ماشومان هم په كې شامل دي د بست روغتون ته وروړل شوي دي.
دا بريد د ولايت ودانې ته څيرمه په داسې سيمه كې شوى، چې د ځينو امنيتي چارواكو او بهرنيو موسسې دفترونه هم په کې تر کلکو امنیتي ترابیرو لاندې کار کوي.
خبریال: نعمت زهير.
تازه خبرونه
د افغانستان په خاوره کې د ټي ټي پي د شتون په اړه شواهد لرو – د پاکستان پوځ
د پاکستان پوځ یو ځل بیا ادعا کړې، چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان خاوره کاروي او په دې اړه کوټلي شواهد شته.
د پاکستان پوځ ویاند احمد شریف چوهدري نن سېشنبه د غویی اتلسمه) په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په پاکستان کې د وروستیو ترهګریزو پېښو ریښه په افغانستان کې ده.
هغه ټینګار کړی، چې پاکستان د ترهګرۍ ضد هڅو ته ژمن دی او د ټي ټي پي د له منځه وړلو لپاره به هره شونې لار وکاروي.
نوموړي زیاته کړې؛ د پاکستان امنیتي ځواکونه به د ترهګرو پر وړاندې تر هغه ځایه، چې شونې وي مخکې ولاړ شي.
چوهدري د عاملینو د محاکمې تر څنګ ویلي: د ستر درستیز د څر\ندونو له مخې ترهګر په پاکستان کې ځای نلري.
د پاکستان د پوځ ویاند د افغان کډوالو د مسئلې په اړه ویلي: په میلیونونو افغانان اوس هم په پاکستان کې اوسیږي. په داسې حال کې، چې له ترهګرۍ سره مبارزه کوي. پاکستان له افغان کډوالو سره مرسته کړې او نړۍ هم پرې پوهېږي.
هغه زياته کړې؛ په پاکستان کې د افغان وګړو د شتون له کبله د قانون او نظم وضعيت خراب شوى او تر اوسه له ٥٦٣ زره ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې له دې مخکې اسلامي امارت په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان شتون رد کړی او څرګندوي، چې د پاکستان امنیتي ستونزه له افغانستان سره هیڅ تړاو نلري.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه
د افغانستان صنایعو او سوداګرۍ وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان په هرات ولایت کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې، چې نن سې شنبه د غویی اتلسمه خپره شوې راغلي، چې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې پرانیستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې یو مثبت او اغېزمن ګام وباله.
یادې خونې د پرانیستې پر مهال نورالدین عزیزي څرګنده کړې، چې د افغانستان د رسمي پلاوي او خصوصي سکټور د سوداګریزو اړیکو کنفرانس، دوه اړخیزو سوداګریزو غونډو او پر ۱۴۰۲ کال د قزاقستان په استانه ښار کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو له نندارتون وروسته قزاقستان ته د افغانستان صادرات زیات شوي دي.
د قزاقستان د سوداګرۍ خونې مشر ارمان یوسینتایوف ټینګار کړی، چې د دې خونو له پرانیستلو څخه هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د حجم او ارزښت لوړول دي؛ ځکه، چې قزاقستان له اسلامي امارت سره د اړیکو او سوداګرۍ پراختیا ته لیوالتیا لري.
تازه خبرونه
د نړۍ قوتونه زمونږ د اقتصادي او سیاسي پرمختګونو د مخنیوي هڅې کوي – ملا برادر
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ویلي، چې د نړۍ ستر قدرتونه هڅه کوي، چې د اسلامي امارت د اقتصادي او سیاسي پرمختګ مخه ونیسي.
ملا عبدالغني برادر دغه څرګندونې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو له روزنيز مرکز څخه د ملي اردو د سرتېرو د فراغت په مراسمو کې وړاندې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې: د نړۍ ستر قدرتونه اسلامي امارت ته د شک پر سترګه ګوري او اوس هم هڅه کوي، چې زمونږ د اقتصادي او سیاسي پرمختګ مخه ونیسي؛ خو مونږ او تاسې باید ویښ او بیدار اوسو.
په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ نږدې درې کاله تېر شول؛ خو تر اوسه هیڅ هېواد اسلامي امارت پر رسمیت ندی پېژندلی؛ د افغانستان پر بانکي سکټور لګول شویو بندیزونو د هېواد پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی.
نړيوالې ټولنې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره د ښځو د حقونو خوندیتوب او د يوه ټولګډونه حکومت جوړول خپل شرطونه ایښي دي.
اسلامي امارت هم څرګنده کړې، چې د ښځو حقونه د شریعت له مخې تضمین شوي او په کابینه کې بېلابېل قومونه پراخ حضور لري.
-
تازه خبرونه2 days ago
په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول
-
تازه خبرونه3 days ago
اسلامي امارت په بدخشان کې د اعتراضي لاريون د څېړلو لپاره یو پلاوي وټاکه
-
تازه خبرونه3 days ago
په افغانستان کې پر کوکنارو د بندیز له کبله کروندګرو خپل عاید له لاسه ورکړی – نړیوال بانک
-
تازه خبرونه2 days ago
د اسلامي همکاریو ټولنې سرمشریزې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو ټینګار څرګند کړ
-
نړۍ2 days ago
اسرائیلي ځواکونو بیت المقدس ته نږدې د الجزیرې پر رسنیز دفتر چاپه ووهله
-
سوداگري2 days ago
د ترکمنستان د سوداګرو او صنایعو اتحادیې مشر هرات ته سفر وګړ
-
لوبی2 days ago
ابو مسلم فراه افسي میوند فوټبال لوبډلې ته ۹ پر ۱ ماتې ورکړه
-
نړۍ1 day ago
د غزې په جګړه کې مو د مصر او قطر د اوربند وړاندیز منلی – حماس