تازه خبرونه

په هلمند کې څه نا څه لس زره ماشومان له واکسين پاتې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په هلمند کې د واکسين له کمپاين څخه په داسې حال کې زرگونه ماشومان پاتې کيږي، چې د روان کال په لومړيو کې دلتهد گوزڼ يوه مثبته پېښه ثبت شوې وه .

د دې ولايت د کتلوي معافيت آمر داکترعبدالاحد حازم وايي، چې په تېره مياشت کې ټول ۷۸۲ زره ماشومان واکسين شوي؛ خو باید ۷۹۲ زره ماشومان واکسين شوي وای.

د نوموړي په وینا؛ دا چاره د وروستيو جگړوله کبله په ځينو سيمو کې بشپړه نه شوه.

په هلمند کې د نړيوال روغتيايي سازمان مسوول داکتر تحصيل خان وايي، چې د روان کال له پيله تراوسه دوی ته د پوليو لسگونه شكمنې پېښې رسيدلي، چې د معايناتو له پاره بهرته استول شوې دي.

دوى وايي؛ هڅه کیږي، چې د عامه پوهاوي كچه لوړه او خلكو ته واكسين ورسوو.

د دوی په وینا؛ له دې سره به په هلمند كې دا ناروغي په بشپړه توگه له منځه لاړه شي.

د هلمند د عامې روغتيا رييس داکترعنايت الله غفاري وايي،اوس هم په دې ولايت کې دا ويروس شته؛ خو د خلکو په همکارۍ د مثبتو پېښو كچه نږدې صفر ته راکښته شوې ده.

هغه زیاتوي، که د پوليو په وړاندې په مبارزه کې خلک پوره همکاري ونه کړي او يا هم اړوند مسوولين په دې برخه کې پخپل وخت کار ونه کړي؛ ښايي په راتلونکي کې هم دا ناروغي په هلمند کې کم عمره ماشومان وگواښي.

خبریال: نعمت الله زهیر.

 

Trending

Exit mobile version