تازه خبرونه
په هلمند کې څو ورځنی وسلوال برید تېره شپه پای ته رسیدلی
د هلمند ولایت اوپراتیفي مشر جنرال عبدالجبار قهرمان په ډاګه کړې، چې په برید کې څلور پولیس او د ملي اردو یو سرتېری وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
جنرال قهرمان زیاتوي، وروستی برید کوونکی تېره شپه ویشتل شوی دی.
د نوموړي په وینا؛ د دغه څو ورځني برید په پای کې افغان امنیتي ځواکونو لس میله وسلې هم تر لاسه کړې دي.
قهرمان وايي اوس د هغو رپوتونو په اړه څېړنه روانې ده، چې ویل کېږي تېره شپه یوه برید کوونکي له تورتمه په ګټه پورته کولو پښې سپکې کړې دي.
برید کوونکي حکومتي بنسټونو ته څېرمه یوې ۵ پوړیزې ودانۍ ته ختلي وه او له هغه ځایه یې له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه کوله.