تازه خبرونه
په هلمند کې چاودنې څلور ملکي وګړي ټپیان کړي
(Last Updated On: وږی ۱۲, ۱۳۹۹)
د هلمند ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې له چاودیدونکیو توکو د ډک موترسایکل له چاودنې څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د هلمند والي ویاند عمر ځواک ویلي، چې دا پېښه نن ماښام شاوخوا ۷:۳۰ بجې رامنځته شوې ده.
د هغه د څرګندونو له مخې، چاودنه د یوه دوکان مخې ته شوې او ټول قربانیان ملکي وګړي دي.
ځواک زیاته کړې، چې د چاودنې په ځای کې د افغان ځواکونو نظامي تاسیسات یا پوستې هم نه وې.
هیچا د برید مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې ۸ کسان په کجکي سین کې هغه مهال ډوب شول، چې کښتۍ ډوبه شوه.