تازه خبرونه

په هلمند کې یو طالب ولسوال وژل شوی

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۴, ۱۳۹۹)

د افغانستان دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ ته د طالبانو نومول شوی ولسوال په هوايي برید کې وژل شوی دی.

د یادې سرچینې په خبرپاڼه کې راغلي: د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ملا شفیع الله، چې مولوي ناظیم هم پېژندل شوی د هوایي برید په پایله کې له پېنځه نورو وسلوالو سره وژل شوی دی.

بیان زیاتوي، چې په پېښه کې درې نور وسلوال طالبان هم ټپیان شوي دي.

طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د امنیتي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د فاریاب ولایت د دولت آباد په اړوند سیمه کې د دې ولایت لپاره نومول شوی طالب والي له خپلو ۶ ساتونکیو سره وژل شوی دی.

شاهین ۲۰۹ قول اردو د دې ولایت د امنیه قومندان غیب الله سادات د څرګندونو له مخې څرګنده کړې وه، چې تېره شپه دوه بجې د دې ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي مولوي وکیل احمد، چې ملا ناظم هم یادېده د دې ولایت د دولت آباد د پوپلزو په اړوند کلي کې د خپل ماین پر چاودنه له ۶ نورو کسانو سره وژل شوي دي.

طالبانو دا راپور رد کړی او تبلیغات یې بولي.

Trending

Exit mobile version