تازه خبرونه

په هلمند کې ۳۵ زره کسان بې کوره شوي – یوناما

Published

on

EPA

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) په جګړو کې له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي،  چې د ملکي وګړیو ساتنه وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې له وروستیو نښتو په لسګونه زره خلک بې ځایه شوي دي.

ملګرو ملتونو د هلمند د کړکېچ  او جګړې په اړه په ډاګه کړې، چې په زرګونه خلک د جګړو له امله بې ځایه شوي او حیاتي روغتیايي خدمات یې ګډوډ کړي دي.

دغه راپور، چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر لخوا خپور شوی ښیي، چې د ملګرو ملتونو ډلې په جګړه ځپلو سیمو کې د بشري وضعیت ارزولو لپاره ګمارل شوي دي.

سربیره پردې دوی خبرداری ورکړ، چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده او که پاملرنه ونشي؛ د ولایت مرکز (لښکرګاه) د سقوط لامل بشي.

د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ دفتر ویلي، چې د نهر سراج، بولان، باباجي، نادعل ، مارجې او ناوې بارکزۍ ولسوالۍ د جګړو له امله زیانمنې شوې دي.

له راپورونو سره سم کندهار ولایت ته نږدې د میوند ولسوالۍ برخې هم د جګړو له کبله اغېزمنې شوې دي.

ځایی چارواکو راپور ورکړی، چې په لښکرګاه کې ۳۵۰۰۰ کسان (۵۰۰۰ کورنۍ) بې ځایه شوي. په داسې حال کې، چې روغتیایي چارواکو د سلګونه تلفاتو راپور ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د مرستو دوه ډلې د بې ځایه شوي وضعیت ارزوي  او راپور ښیې، چې ۵۰۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي او د خوراکي توکو لکه اوبو، خواړو او لنډمهاله سرپناه ته بېړنۍ اړتیا لري.

د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي: په ځینو سیمو کې برښنا او مخابرات پرې شوي، چې د مرستندویه ادارو وړتیاوو ته زیان رسوي.

ملګرو ملتونو دا هم ویلي، چې د هلمند والي د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې له ادارې څخه غوښتنه کړې، چې په دې ولایت کې له بې ځایه شویو سره مرسته وکړي.

Trending

Exit mobile version