سیمه ییز خبرونه

په هلمند کې ۶۵ سلنه خلک بې روزگاره او له فقر سره مخ دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په هلمند  کې ورځ تر بلې د دولتي مسوولينو په وينا، د فقر او بې روزگارۍ کچه پورته کيږي، چې له كبله  يې د خلکو د اقتصاد د خرابيدو ترڅنگ امنيتي ستونزې هم  ډېرې شوې دي.

د هلمند د اقتصاد رييس نثاراحمد ذهيب احمدي  وايي:

هڅه کيږي، چې بې روزگاره  کسانو ته د کار زمينه برابره شي؛ خو اوس مهال د تېر يو کال را هيسې د پروژو د لږوالي له كبله ډېر شمېر هغه کسان، چې د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې يې حلولې  بي کاره  شوي، چې دې کار اند يښمن کړي يو.

د ده په خبره، اوسمهال د دوى هڅې دا دي، هغه پروژې، چې په ولسواليو او ليرې پرتو سيمو كې پلان شوې، خلكو ته به په کې ډېره ونډه وركړ شي، چې اقتصاد يې په پښو ودرېږي.

د غه راز د هلمند د كار او ټولنيزو چارو رياست د ټولنيزو چارو امر محمد امان نېكمل هم مني، چې په دې وروستيو كې د بې كارۍ كچه لوړه شوې او لامل يې په تېرو ۱۲ كلونو كې پخپلسر عملي شوې پرژوې دي.

ده زياته كړه، چې د دوى د معلوماتو او ترسره شويو سروې گانو له مخي  ۶۵ سلنه وگړي بې روزگاره شوي او خلک له فقر سره مخ دي.

د نېکمل په وينا، كه چېرې دولت او نړيوالې ټولنې د كرنې او صنعت په برخه كې په ځاى پروژې پلې كړې واى ، خلكوته  به  په اړوند برخو كې د کار زمينه  برابره  او کورنى اقتصاد به يې غوړيدلى و.

د هلمند امنيه قوماندانۍ د امنيت امر پاسوال جمعه گل همت هم وايي،  د اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ له كبله زرگونه ځوانان په نشه يي توکوروږدي شوي، چې هم د مخالفينو کرښې ورسره پياوړې شوي او هم د جرمونو گراف لوړ شوى دى.

د يادونې وړ ده،  چې په تېرو ١٢ کلونو کې  د بهرنيو مرسته کوونکيو لخوا سلگونه ميليون  امريکايي دالر په  بېلابېلو پروژو ولگول شول، خو د ځايي اوسيدونکيو په وينا، په يادو لگول شويو پيسو فابريکې، د کرني د توليداتو د پروسس لپاره داسي کارونه كيدل، چې د خلكو اقتصاد به په پښودريدلى واى.

Trending

Exit mobile version