نړۍ
په هندي کشمیر کې لږ تر لږه ۱۲ زیارت کوونکي مړه شوي
(Last Updated On: مرغومی ۱۲, ۱۴۰۰)
پولیسو ويلي؛ د شنبې پر سهار د کشمیري هندوانو په یوه زیارت کې د ګڼې ګوڼې له کبله لږ تر لږه ۱۲ زیارت کوونکي مړه او له سل ډېر نور ټپیان شوي دي.
رویټرز د پولیسو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې ټول ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي.
پولیسو زیاته کړې داسې انګېرل کیږي، چې ګنه ګوڼه هغه مهال رامنځته شوه، چې د نوي کال د پیل نمانځلو لپاره د مینه والو یوه لویه ډله د ماټا ویشنو ډیوی بهون زیارت ته ننوتله.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د خواخوږۍ په پیغام کې څرګنده کړې ده: خلکو ته په ماټا ویشنو ډیوی بهون کې د ګڼه ګوڼې له کبله پر ذامنځته شوې مرګ و ژوبلې ډېر خواشینی یم.