نړۍ

په هند او سریلانکا کې سختو بارانونو ۴۱ کسان مړه کړي

Published

on

هندي چارواکو د پنجشنبې پر ورځ ویلي، چې په سویلي هند او سریلانکا کې سختو بارانونو او سیلابونو  لږ تر لږه ۴۱ کسان مړه کړي دي.

رویټرز د هندي چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د هند د هوا پېژندنې ادارې په ډېرو اغېزمنو سیمو کې د باران وړاندوینه کړې ده.

د سریلانکا هواپېژندنې ادارې ویلي، چې د پنجشنبې او جمعې پر ورځو به هم اورښت روان وي.

په تامل ناډو کې د هوا پوه  پرډیپ جان ویلي، باران به وي؛ خو لږ به شي.

په سريلانکا کې چارواکي وايي: په سېلابونو کې ۲۵ کسان مړه شوي دي او د ځمکې ښویېدنې له کبله پېنځه نور ټپیان دي.

د هند په ټامیل ناډو ایالت کې د سېلابونو له کبله ۱۶ کسان مړه شوي دي.

په چنای ښار کې، چې د ټامیل ناډو پلازمېنه او د هند د موټرجوړولو مرکز هم دی؛ سختو بارانونو سړکونه لاندې کړي او د استوګنې کورونو ته اوبه وردننه شوي، چې چارواکي اړ شوي له کورونو اوبه پر پمپونو وباسي.

د چنای پولیس وايي؛ زرګونه کسان یې خوندي سیمو ته لېږدولي دي. په ټامیل ناډو کې ډېري ښوونځي، پوهنتونونه او عبادتځي بند دي او د ریل پټلۍ تړل شوې ده.

د مانسون موسمي بارانونه، چې په منظم ډول په جنوبي آسیا کې له جون څخه تر سپټمبر پورې وریږي؛ هر کال په دې سیمه کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونو رسوي.

د رسمي څرګندونو له مخې؛ تېر کال په هند او بنګله دېش کې د سېلابونو او ځمکښويېدنې له کبله له زر ډېر کسان مړه شوي دي.

په دواړو هېوادونو کې له ۱۵ میلیون ډېر خلک هم د سیلابونو له کبله اغېزمن شوي او یا هم د خپلو کورونو پریښودو ته اړ دي.

Trending

Exit mobile version