سیمه ییز خبرونه
په هند او نیپال کې د سېلابونو او ځمکښویېدنې له کبله لږ تر لږه ۷۰ کسان مړه شول
هندي چارواکو ويلي، د اوټار پرډېش په ایالت کې ۵۶ کسان مړه شوي، ۴۶ نور ټپیان دي او له زر ډېر کورونه زیانمن شوي دي. مرستندویه ځواکونه په سېلابځپلیو سیمو کې د ژغورنې او بېړنیو مرستو د وېش پر عملیاتو بوخت دي.
د هند او نیپال په ځینو سیمو کې سختو بارانونو او توپانونو سېلابونه او ځمکښویېدنې رامنځته کړي، چې له کبله یې لږ تر لږه ۷۰ کسان مړه شوي دي.
هندي چارواکو ويلي، د اوټار پرډېش په ایالت کې ۵۶ کسان مړه شوي، ۴۶ نور ټپیان دي او له زر ډېر کورونه زیانمن شوي دي. مرستندویه ځواکونه په سېلابځپلیو سیمو کې د ژغورنې او بېړنیو مرستو د وېش پر عملیاتو بوخت دي.
په نیپال کې هم چارواکو د ۱۴ کسانو د مړینې او د ۱۱ نورو له ورکېدا خبر ورکړی دی.
د دغه هېواد چارواکو له ۷۷ ولسوالیو څخه په ۴۹ ولسوالیو کې د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو په اړه هم خبرداری ورکړی دی.
د ګنګ، ګنډک، کوسي او باګمټي په ګډون د څو لویو سیندونو د اوبو کچې لوړېدا هم د سېلابونو د پراخېدا اندېښنې زیاتې کړې دي.
د نیپال په ځینو سیمو کې د برښنا لېږدولو مزو او نوري فایبر ته د زیان رسېدا له کبله برښنا او مخابراتي اړیکې هم ګډې وډې شوې دي. همدارنګه، په یوه بله پېښه کې د مانانګ ولسوالۍ د هیملونګ همال د اصلي کمپ تر څېرمه د واورې ښویېدنې له رامنځته کېدا وروسته ۱۰ ځايي کارګر ورک شوي دي.
د هند او نیپال چارواکي د سېلابونو او ځمکښویېدنو له کبله د اوښتو زیانونو د ارزونې او د مرستو رسولو عملیات روان ساتلي دي.