سیمه ییز خبرونه

په هند كې افغان ځانگړي ځواكونه روزل كيږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

هند هغه هېواد دى، چې په دې نيژدې وخت كې يې په ځانگړي ډول د افغان ځواكونو روزنه پيل كړې ده.

د دې لپاره، چې  افغان ځواكونه د ترهگرو او بلواگرو پرضد ښه وجنگيږي؛ نو بايد د جگړې نوې لارې چارې هم زده كړي.

افغان ځواكونه له هندي كوماندوگانو سره يوځاى په پوځي تمرينو كې گډون كوي او له ترهگرۍ سره د جگړې لارې چارې مومي .

د دغو تمرينونو لپاره  د پاكستان سرحد ته نژدې د راجستان دښتې ټاكل شوې دي. هغه سيمې، چې د افغانستان له جغرافيوي جوړښت سره ورته والى لري .

د هند  دفاع وزارت وياند ډگروال اس دي گاس وايي:

په دې عملياتو كې د ترهگرو او بلواگرو  پرضد جگړه تمركز شوى، چې په كليوالو سيمو او د استوگنې په سيمه  كې په يوه واقعي چاپېريال كې كيږي.

د ملي دفاع وزارت په دې اړه له هرډول څرگندونو ډډه كوي، خو يو شمير كارپوهان يې داسې انګيري :

كارپوه فضل الرحمن اوريا وايي:

افغان ځواكونو له څو كلونو را پديخوا په هند كې په زده كړه بوخت دي، خو دا لومړى ځل دى چې له هندي سرتېرو په پوځي تمريناتو كې برخه اخلي.

كارپوه احمد سعيدي وايي:

په دې ځاې كې د بلواگرو پرضد د عملياتو ترڅنگ دا زد ه كوي، چې څنگه كولى شي په عملياتو كې ملكي مرگ و ژوبلې خپلې ټيټې كچې ته ورسوي.

ځانگړي افغان ځواكونه به  په افغانستان كې  د ترهگرۍ په وړاندې د جگړې په لومړۍ كرښه كې مقابله كوي. تمه كيږي، چې له هند څخه په راستنيدو به په هېواد كې د ترهگرې په وړاندې جگړه نور هم پياوړې شي.

دا په داسې حال كې ده، چې نړيوال سرتېري به تر راتلونكي يوه كال پورې په افغانستان كې خپل جگړه ييز رول پاى ته رسوي او دا مسووليت به هم افغان ځواكونه په غاړه واخلي.

Trending

Exit mobile version