سیمه ییز خبرونه
په هند کې د اوسپنې پټلۍ د پله له نړېدو ۲۶ کسان مړه شول
د هند په شمال ختیځ میزورام ایالت کې د اوسپنې پټلۍ د یوه پله د نړېدو له کبله لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه شوي دي.
سیمه ییزو رسنیو ویلي، چې دغه پل په سیرانګ ښار کې نړېدلی دی، چې د دغې پېښې پر مهال لږ تر لږه ۴۰ کارګران پر بوخت ول.
د دغه ایالت پولیسو د زیانمنو کارګرانو شمېر ۲۸ کسان ښودلی او وایي، چې په دې پېښه کې دوه نور ټپیان شوي دي او د دغه پل د نړېدو د لامل په اړه پلټنې هم پیل شوې دي.
د سیمه ییزو پولیسو یوه چارواکي ویلي، چې له ویجاړیو څخه د ۱۳ کسانو مړي را ایستل شوي او د پاتې نورو د را ایستلو هڅې روانې دي.
د هند د شمال ختیځ اوسپنې پټلۍ ادارې پر X ټولنیزې شبکې څرګنده کړې؛ پل هغه مهال ونړېد کله، چې د بیربي او سیرنګ ولسوالۍ ترمنځ د نوې پټلۍ پر جوړولو کار روان و.
دې ادارې زیاته کړې؛ د دې پروژې د پلي کېدو موخه د ميزورام ايالت د هند له نورو سيمو سره نښلول، د ګرځندوى صنعت پراخول او د دغه ايالت د اقتصاد پراختیا ده.
د هند شمال ختیځ اوسپنې پټلۍ د دې پېښې د څېړلو لپاره د یوې کمیتې د جوړولو اعلان کړی دی.
دغه راز د هند لومړی وزیر نریندرا مودي، چې د بریکس په سرمشریزه کې د ګډون لپاره جنوبي افریقا ته تللی ویلي، چې د پېښې له قربانیانو سره د مرستې لپاره ټولې ممکنې لارې چارې په پام کې نیول شوې دي.
د هند د اوسپنې پټلۍ اړوند پېښې هر وخت په رسنیو کې خبر جوړېدونکې کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د روانې میاشتې په لومړیو کې هم د هند د اوسپنې پټلۍ په یوه تر ټولو ناوړه پېښه کې لږ تر لږه ۲۸۸ کسان وژل شوي وه. همدارنګه تېر کال د ګجرات په ایالت کې د یوه پله د نړېدو له کبله لږ تر لږه ۱۳۵ کسان ووژل شول.
