لوبی

په هند کې د باران له کبله بیا هم د افغانستان او نیوزیلینډ ټسټ لوبه ونشوه

باران په سیمه کې له تېرو دوه اوونیو راپدېخوا روان دی او د پنجشنبې پر ورځ هم لوبڅاري په شهید ویجی سینګهـ پاټیک سپورټي لوبغالي کې له ورته برخلیک سره مخ شول.

Published

on

د افغانستان او نیوزیلینډ یوازنۍ ټیسټ لوبه د هند د ګریټر نویډا په لوبغالي کې د باران له کبله پر څلورمه پرله‌پسې ورځ هم پرته له توپوهنې لغو شوه.

باران په سیمه کې له تېرو دوه اوونیو راپدېخوا روان دی او د پنجشنبې پر ورځ هم لوبڅاري په شهید ویجی سینګهـ پاټیک سپورټي لوبغالي کې له ورته برخلیک سره مخ شول.

رویټرز راپور ورکړی، چې د اوونۍ په پاتې نورو ورځو کې هم د باران اټکل شوی؛ شونې ده، چې دا به اتمه ټیسټ وي، چې پرته له توپ‌اچونې پرېښودل کیږي.

دا لومړۍ ټسټ لوبه ده، چې په دې ځای کې ترسره کېده. هند د افغانستان د ۱۱ محدودو اورونو د سیالیو کوربتوب کړی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ یوه چارواکي ویلي؛ دوی په هند کې د دوه نورو ځایونو پر پرتله ګریټر نویډا غوره کړی؛ ځکه ډیلي ته نږدې دی، چې تګ راتګ یې اسانه کړی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) ته د لوبې لوبڅار جواګال سریناتھ راپور به دا وښیي، چې آیا دا ځای به د اداره کوونکې ادارې لخوا له بندیز سره مخ شي او که نه.

Trending

Exit mobile version