سیمه ییز خبرونه

په هند کې د دوه ریلګاډو د ټکر له کبله ۱۱۳۳ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

د هند په اودیشا ایالت کې د دوه مسافر وړونکیو ریلګاډو د ټکر له کبله لږ تر لږه ۲۳۳ کسان مړه شوي او ۹۰۰ نور ټپیان دي.

یوه حکومتي چارواکي د شنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې دا په تېره یوه لسیزه کې د دغه هېواد د دوه ریلګاډو د ټکر تر ټولو خونړۍ پېښه ده.

د دې ایالت اعلی وزیر پردیپ ینا تویت کړی؛ شونې ده، چې د جمعې د ورځې د خونړۍ پېښې د مړو شمېر نور هم ډېر شي.

هغه زیاته څرګنده کړې، چې د پېښې ځای ته له ۲۰۰ ډېر امبولانسونه او ۱۸۰ داکتران رسېدلي دي.

د شنبې پر سهار وختي، د رویترز ویدیو څرګمندونو وښوده، چې پولیس چارواکي د ریلګاډي له پټلۍ څخه په سپینو جامو کې پوښل شوي مړي لېږدوي.

دغه راز ښیي، چې ژغورونکي د ژوندي پاتې کسانو د موندلو لپاره د ویجاړو شويو واګونونو څخه یو ته پورته کیږي. په داسې حال کې، چې مسافر د مرستې غوښتنه کوي او د پېښې په ځای کې ژاړي.

پېښه د جمعې پر ورځ پر ځایي وخت د سهار شاوخوا ۷ بجې هغه مهال رامنځته شوې کله، چې له بنګلور څخه د لویدیځ بنګال د هورا ښار پر لور ي او له کلکتې څخه چینای ته له روان ریلګاډي سره ټکر شو.

چارواکو متضاد راپورونه ورکړي، چې ریلګاډی لومړی له پټلۍ څخه وتلی او له بل ریلګاډي سره ټکر شوی دی.

د ریلګاډي وزارت ویلي، چې د پېښې په اړه يي څېړنې پیل کړې دي.

د جمعې پر ورځ پر سلګونه ځوانان د وینې ورکولو لپاره د اودیشا په سورو کې د دولتي روغتون مخې ته ولاړ ول.

د هند د اوسپنې پټلۍ د څرګندونو له مخې، په‌دې شبکې هره ورځ له ۱۳ میلیون ډېر خلکو ته تګ راتګ اسانتیاوې برابریږي؛ خو د پخوانیو بېخبناوو له کبله د خوندیتوب ښه ریکارد نه‌لري.

د اودیشا اعلی وزیر نوین پتنایک د وروستۍ پېښې قربانیانو ته د درناوي په توګه د شنبې پر ورځ په ایالت کې د ماتم ورځ اعلان کړې ده.

Trending

Exit mobile version