نړۍ
په هند کې د سیلابونو او ځمکې ښویدو له کبله ۲۲ کسان مړه شوي
(Last Updated On: تله ۲۶, ۱۴۰۰)
رویټرز څرګنده کړې؛ د هند په سویلي ایالت کیرالا کې د سختو بارانونه له کبله لږ تر لږه ۲۲ کسان مړه شوي دي.
د راپور له مخې؛ د ایالت په اړوند سیمو کې د باران له کبله سیلابونه راوتلي او یو شمېر کورونه د ځمکښویېدو له کبله ړنګ شوي دي.
د هند اردو او بحري ځواکونو د ژغورنې هڅې پیل کړې دي.
چارواکو او عیني شاهدانو ویلي، چې د دې ایالت په کوټیکل کلي کې د ځمکې ښویېدو له کبل شاوخوا ۱۳ کسان مړه شوي دي.
د کیرالا ایالت د پېښو مدیریت کمېټې څرګنده کړې؛ تمه ده، چې سپک بارانونه به په ټول ایالت کې روان وي. که څه هم په ډېرو سیمو کې د هوا پېژندنې ګواښونه لرې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ۲۰۱۸ کال کې د دې ایالت لږ تر لږه ۴۰۰ کسان مړه او شاوخوا ۲۰۰۰۰۰ نور د سختو بارانونو له کبله بې ځایه شوي.