تازه خبرونه
په هند کې د منځنۍ آسیا د هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو غونډه جوړه شوه
د هند ملي امنیت سلاکار اجیت دووال د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د منځنۍ آسیا هېوادونه سره نښلول د هند لومړیتوب؛ امنیت او سوکالي مو د سیمې لپاره ګډ هدف دی.
د هند او منځنۍ آسیا هېوادونو لخوا ګډې هڅې پیل شوي، چې د سیمې د امنیت او د افغانستان د پرمختګ لپاره د همغږۍ یوه ګډه تګلاره رامنځته کړي.
دا غونډه د هند او د منځنۍ آسیا د هېوادونو لخوا د ترهګریزو فعالیتونو د څارنې او په افغانستان او سیمه کې د نور ښه امنیت او ثبات لپاره د یوې ګډې تګلارې د رامنځته کولو په موخه جوړه شوې ده.
د هند د ملي امنیت سلاکار زیاته کړې؛ په دې غونډه کې به د سیمې د هېوادونو ترمنځ د استخباراتي معلوماتو د تبادلې لپاره د یوه ګډ ارتباطي چینل د جوړولو هڅې وشي.
هند هڅه کوي، چې د منځنۍ آسیا د هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو په کوربتوب په افغانستان کې د بې ثباتۍ او د ناامنیو د خپرېدو مخه ونیسي.
په ښکاره دغو هېوادونو هوکړه کړې، چې د خپلو هېوادونو ترمنځ به د افغانستان په اړه یو پراخ ارتباطي چینل پرانیزي او د افغانستان په اړه به استخباراتي معلومات تبادله کوي.
د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوول څرګنده کړې؛ نننۍ غونډه زمونږ ترمنځ د پوره همکارۍ او همغږۍ له کبله ډېره مهمه ده. د افغانستان په ګډون په سيمه کې د تروريستي شبکو د فعاليتونو دوام د اندېښنې وړ دى. د تروريزم د تمويل مخه نيول اړين دي. زمونږ د ټولو لپاره د تروریزم د تمویل مخنیوی مهم دی.
د ترکمنستان د ملي امنیت سلاکار ویلي: ترکمنستان دغه غونډه په افغانستان او سیمه کې د سولې، ثبات او امنیت لپاره یوه مناسبه تګلاره ګڼي.
په غونډه کې د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار د منځنۍ آسیا د هېوادونو او هند ترمنځ د ګډې تګلارې د رامنځته کولو وړاندیز وکړ. او څرګندوي، چې افغانستان د منځنۍ او سویلي آسیا د امنیت او دوامدار پرمختګ یو مهم عامل دی. مهمه خبره دا ده، چې افغانستان باید منزوي کېدو ته پرې نږدو.
د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار ویکتور محمود وایي: افغانستان د منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا د امنیت او دوامدار پرمختګ لپاره یو مهم عامل دی. باید اجازه ورنکړو، چې افغانستان یوازې پاتې شي. که داسې وکړو؛ نو مونږ باید نا امینو او بد بشري وضعیت ته ځان چمتو کړو. په افغانستان کې سوله نه یوازې د سیمې لپاره، بلکې د ودې، پراختیا، د ترانسپورتي دهلیزونو او بازارونو جوړولو لپاره هم خورا مهمه ده. زه ډاډه یم، چې نن ورځ مونږ کولی شو د افغانستان د سیمه ییز امنیت او پرمختګ د تضمین لپاره یوه همغږې او ګډه تګلاره جوړه کړو.
د تاجکستان د ملي امنیت سلاکار نصرالله محمودزاده وایي: په افغانستان کې وضعیت اوس هم پېچلی دی. تاجکستان تل د سیمې او افغانستان د سولې، امنیت او ثبات لپاره له ټولو هېوادونو سره نږدې همکارۍ ته ژمن دی. مونږ کولی شو د خپلو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د ګډ میکانیزم په توګه تګلاره جوړه کړو، چې پایداره پراختیا ته د افغانستان د رسیدو او د سیمې د امنیت او سوکالۍ د تلپاتې پرمختګ د تضمین لپاره ژر تر ژره لار ومومو.
اسلامي امارت په وار وار ګاونډ هېوادونو ته ډاډ ورکړی، چې له افغانستان څخه به د دغو هېوادونو امنیت ته کوم ګواښ نه پېښيږي او د نورو هېوادونو پر ضد هیچا ته د افغانستان د خاوره کارولو اجازه نه ورکوي.
