کوید۱۹

په هند کې د کرونایي مړینې کچه ۳۰۰ زره کسانو ته پورته شوه

Published

on

رویټرز په ډاګه کړې، چې له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا په هندوستان کې د کرونا ویروس له کبله ۴۴۵۴ کسان مړه شوي دي.

د راپور د څرګندونو له مخې؛ په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له دې شمېر سره د مړو شمېره ۳۰۰ زره  ته پورته شوی دی.

رویټرز زیاته کړې، چې په همدې موده کې نور ۲۲۲۳۱۵ کسان پر کرونا ویروس ویروس اخته شوي هم  دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سویلي آسیا په هېوادونو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۶ اعشاریهپېنځه اویا میلیون او د مړو هغه ۳۰۳۷۲۰ میلیون څخه ډېر شوی دی.

Trending

Exit mobile version