کوید۱۹
په هند کې د کرونا نږدې ۱۶۰۰۰ نوې او ۶۸ د مړېنې پېښې ثبت شوي
(Last Updated On: زمری ۲۲, ۱۴۰۱)
هند د شنبې پر ورځ د روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې په دې هېواد کې پر کرونا ویروس نږدې ۱۶۰۰۰ نوي کسان اخته شوي او ۶۸ نور مړه دي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، له نويو ۱۵۸۱۵اخته شویو مثبتو پېښو سره بر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۴۴۲۳۹۳۷۲ ته او د مړېنې له ۶۸ نویو پېښو سره د مړینې ټول شمېر ۵۲۶۹۹۶ ته رسېدلی دی.
د روغتیا وزارت ویلي، چې په هند کې د رغیدو کچه ۹۸.۵۴ سلنه ثبت شوې ده.