تازه خبرونه

په هند کې د کرونا ویرس پېښې نورې هم ډېرې شوې

Published

on

(Last Updated On: وږی ۹, ۱۳۹۹)

هند پرون پر کرونا ویروس د اخته کسانو لوړ شمېر په ډاګه کړ او دادی په تېرو څلیریشت ګړیو کې یې د دې ویروس ۷۸۷۶۱ نورې نوې مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

رویترز څرګنده کړې؛ هند له امریکا څخه، چې د جولای پر ۱۶ یې په یوه ورځ کې ۷۷۳۹۹ مثبتې پېښې ثبت کړې وې ، مخکې شو.

هند دوه یم ډېر وګړي لرونکی هېواد دی، چې له امریکا او برازیل وروسته پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر هم په کې ډېر ثبت شوی دی، چې د دغې ناروغۍ د شمېر له مخې درې هېواد هم حساب شوی دی.

په هرحال په دې هېواد کې ورځنۍ پېښې ښیې، چې اوس هم د اخته کسانو په شمېر کې ډېروالی لیدل کیږي؛ ځکه په تېرو دوه اوونیو کې له امریکا او برازیل څخه مخکې شوی دی.

هندوستان تېره ورځ په ۲۴ ګړیو کې د کرونا ویروس ۷۶۴۷۲ نوې پېښې ثبت کړې وې؛ خو په ننني شمېر کې دوه زره دېروالی ښیي.

دمګړۍ په دې هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۵۴۲۷۳۳ کسانو ته رسیدلی.

Trending

Exit mobile version