کوید۱۹

په هند کې د کرونا ویروس د مړیو شمېر ۲۰۰ زره ته پورته شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۷, ۱۴۰۰)

په هند کې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا پرکرونا ویروس اخته ۲۷۷۱ مړه شوي، چې له دې سره د مړیو شمېر یې نږدې ۲۰۰۰۰۰ ته رسیدلی دی.

د راپورونو له مخې؛ په همدومره وخت کې د کرونا ویروس ۳۲۳۱۴۴ مثبتې پېښې ثبت کړي دي.

په هند کې د روغتیایي چارو کارپوه په خپل ټویټ کې څرګنده کړې؛ مهرباني وکړئ په یاد ولرئ، چې د کرونا ویروس په پېښو کې زیاتوالی د ویروس د آزموینې له کبله دی.

په هندي روغتونونو کې د اکسیجن په ګډون د طبي توکو کمښت هم د مړینې د ډېروالي لامل شوی دی.

سربېره پردې په هند کې پر سلګونه زره خلک د کرونا ویروس لپاره روغتیایي مرکزونو ته ځي، چې د کرونا ویروس د خپریدو لامل کیږي.

دغه راز د هند د پوځ لوی درستیز جنرال بپین راوات هندي ځواکونو ته لارښوونه کړې، چې په روان کړکیچن حالت کې له خلکو سره مرسته وکړي.

جنرال راوات ویلي، چې له پوځي زیرمو به طبي سکتور ته اکسیجن ولېږدول شي.

دغه راز انګلستان، جرمني او امریکا ژمنه کړې، چې په دې سخت وخت کې به له هند سره مرستې وکړي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د بریټانیا د طبي مرستو لومړۍ کښتۍ، چې د وینټیلیټرونه په ګډون یو شمېر نور طبي توکي هند ته رسیدلي دي.

فرانسې هم هند ته د طبي توکو لیږلو ژمنه کړې ده.

امریکا هند ته طبي توکي لیږلي؛ خو نور جزئیات یې ورکړ شوي نوي.

Trending

Exit mobile version