کوید۱۹

په هند کې د کرونا ویروس له چټکې خپریدا سره سم امریکا د مرستې ژمنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۰)

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ هند پر درېیمه ورځ هم د کرونا ویروس ترټولو ډېرې مثبتې پیښې ثبت کړې دي.

له راپورونو سره سم په هند کې د آکسیجن د نشتوالي له کبله روغتونونه نارونان نه مني او پر کرونا ویرس اخته ډېر خلک روغتونونو ته نږدې مړه شوي دي.

د رویټرز دڅرګندونو له مخې؛ ډیلي د کرونا ویروس له دوه یمې څپې سره مخ دی. تېره ورځ په هرو څلور دقیقو کې پر کرونا ویروس اخته یوناروغ مړ شوی دی.

د هند د عامې روغتیا وزارت ويلي، چې د جمعې پر ورځ په دې هېواد کې د کرونا ویروس ۳۴۶۷۸۶ مثبتې قضیې ثبت شوې وې، چې له دې سره یې د مثبتو پېښو ټول شمې ۱۶ اعشاریه ۶ میلیونو ته ورسېده.

یاد وزارت څرګنده کړې، چې د جمعې او شنبې په ورځو کې پر کرونا اخته ۲۶۲۴ کسان مړه شوي، چې له دې سره یې د ټولو مړو شویو کسانو شمېر۱۸۹۵۴۴ ته رسېدلی دی.

حکومت له نورو ښارونو او سینګاپور څخه ډیلي ته د اکسیجن د رالیږدولو لپاره پوځي الوتکې او اوسپنیزې کرښې کاروي.

په ډیلي کې روغتونونو د دغه هېواد له سترې محکمې غوښتنه کړې، چې حکومت روغتونونو ته د اکسیجن په ګډون د روغتیايي توکي چمتوکولو ته اړ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا د کرونا ویروس پر دغې چټکې خپریدا اندېښنه څرګنده کړې او څرګندوي، چې له هند سره به مرسته وکړي.

سپینې ماڼۍ رویټرز ته ویلي: مونږ د هند له حکومت او روغتیایي برخې سره په لوړه کچه اړیکه نیولې؛ له دغه هېواده، چې د کرونا ویروس له چټکې خپرېدا سره مخ دی؛ ملاتړ او مرسته وکړو.  

Trending

Exit mobile version