تازه خبرونه

په هند کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له ۶ میلیون پورته شوې

Published

on

Reuters
(Last Updated On: تله ۷, ۱۳۹۹)

په هند کې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا د کروانا ویروس ۸۲۱۷۰ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له دې سره یې ټول شمېر له ۶ میلیون ناروغانو واوښت.

د هند روغتیا وزارت په ډاګه کړې، چې په دې هېواد کې د دغه ویروس د مثبتو پېښو شمېر اوس ۶۰۷۴۷۰۳ ته رسیدلی دی.

دغه راز په تېرو څلیریشت ګړیو کې لږ تر لږه ۱۰۳۹ پر کرونا اخته ناروغان مړه شوي، چې ور سره په هند کې له دې ناروغۍ د مړو شویو ټول شمېر ۹۵۵۴۲ ته ورسیده.

د کرونا ناروغي په هند کې، چې د نړۍ دوه یم ډېر وګړي لرونکی هېواد دی؛ اوس د نړۍ له بل هر ځای څخه ترې د دې ویروس د ګړندۍ ودې راپورونه خپریږي.

ویل کیږي، چې پدې هېواد کې به په راتلونکیو څو اوونیو کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر له امریکا، چې اوسمهال یې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۷.۱ رسیږي؛ هم ډېر شي.

د جان هاپکنز پوهنتون د څرګندونو له مخې؛ په نړۍ کې په هرو درې نویو پېښو کې او د مړینو په هرو پېنځه پېښو کې یو یې د هندوستان دی.

Trending

Exit mobile version