تازه خبرونه

په هند کې د یوې ودانۍ د ړنګیدو په پېښه کې ۱۰ کسان مړه شوي

Published

on

هندي چارواکو د دوشنبې پر ماښام منلې، د دغه هېواد په ممبیي ښار کې د یوې ودانۍ د ړنګیدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي دي.

د ممبۍ ښار په څنډه کې د دوشنبې پر سهار هغه مهال یوه څلور پوړیزه ودانۍ ړنګه او رانسکوره شوه، چې خلک په کې پر درانده خوب ویده ول.

د لټون او ژغورنې ډلې هڅه کوي، چې تر خاورو لاندې ژوندي پاتې شوي کسان ومومي.

ویل کیږي، چې له جون څخه تر سپتمبر پورې درندو بارانونو د نامعیاري ودانیو بنسټونه، چې ناسم جوړ شوي یا زاړه دي؛ ړنګیږي او ودانۍ رانسکوریږي.  

Trending

Exit mobile version