تازه خبرونه
په هند کې د یوې ودانې له ړنګیدو ۱۱ کسان مړه او یو شمېر نور ورک دي
د هند په مهاراشترا ایالت کې د یوې ودانۍ د رانسکوریدو له کبله لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه شوي او ګڼ نور ورک دي.
هندي چارواکو ویلي، چې د پېښې په لومړیو دوه ساعتونو کې د اووه کسانو مړي له خاورو راایستل شوي او له ۶۰ ډېر نور ژغورل شوي دي.
د نوي ډیلي تلویزیون راپور ورکوي، چې له طبیعي پېښو سره د مبارزې د اوروژنې ۱۲برخې اوسمهال د ژغورنې پر عملیاتو لګیا دي.
د نوې جوړې شوې پېنځه پوړيزې ودانۍ د ړنګیدو لامل تر اوسه څرګند شوی ندی؛ خو د مهاراشترا ایالت په ځینو سیمو کې دروند اورښت شوی دی.
بي بي نومې میرمن د ودانۍ د اوسیدونکیو له خولې څرګنده کړې؛ کله، چې ودانۍ پر وښوریدو پیل وکړ ، نو خلک ترې دباندې منډې کړې.
عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي، چې دوی د یو لوړ غږ له واورېدو سره سم د ودانۍ له ویجاړیدو خبر شول. کله، چې ودانۍ ته ورغلل؛ نو له ړنګې شوې ودانۍ لوګي پورته کیدل.
دوی په ډاګه کړې، چې د ویجاړې شوې ودانۍ لاندې یې د مرستې چغې اوریدلې. له دې کبله مو د اوروژنې ډله راوغوښته او بیا مو سمدلاسه د خلکو د ژغورلو هڅې پیل کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې په هند کې سږکال له اورښتونو لږ تر لږه ۸۰۰ خلکو ته ځاني زیان رسیدلی دی.