کوید۱۹

په هند کې له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا پر کرونا اخته زرګونه کسان مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۲, ۱۴۰۰)

د راپورونه له مخې؛ له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا په هند کې د کرونا ویروس له کبله ۴۲۰۵ کسان مړه شوي، چې له دې سره یې د ټولو مړو شویو اخته ناروغانو شمېر ۲۵۰ زره ته رسیږي.

هندي چارواکو ويلي، چې په یاده موده کې ۳۴۸۴۲۱ کسان پر کرونا ویروس اخته شوي دي.

هندي کارپوهان څرګنده کړې، چې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر د خپور شوي شمېر ډېر لوړ دی.

دغه راز ویل کیږي، چې هندي روغتونونه د اکسیجن په ګډون د طبي توکو له کمښت سره هم مخ دي.

د نړیوالې روغتیا ټولنې د څرګندونو له مخې؛ هندوستان د یو اعشاریه څلور میلیارد څخه ډېر وګړي لري، چې د نړۍ په کچه یې لږ تر لږه د کرونا ویرس ۵۰ سلنه او د مړینو ۳۰ سلنه ثبت کړي دي.

Trending

Exit mobile version