تازه خبرونه
په هند کې له خپلو قونسلګریو سره اړیکې لرو او ډېر ژر به سفارت بېرته فعال شي – ستانکزی
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي، د افغانستان د ممبي او حیدرآباد کونسلګرۍ په کابل کې د بهرنیو چارو له وزارت سره اړیکې لري؛ په نوي دیلي کې به د افغانستان سفارت ډېر ژر بېرته فعال شي.
شېر محمد عباس ستانکزي له ملي تلویزیون سره په مرکه کې، چې د سې شنبې پر شپه خپره شوې ویلي: په ممبي او حیدرآباد کې زمونږ قونسلګرۍ فعالې دي؛ د بهرنیو چارو له وزارت سره اړیکې لري او کونسلي خدمتونه هره ورځ وړاندې کیږي. اوسمهال په ممبي او حیدرآباد کې زمونږ قونسل شته؛ ما له هغوی سره خبرې وکړې او په دیلي کې هم د دوی سفارت بېرته پرانیستل شوی دی.
شېر محمد عباس ستانکزي ویلي، چې په هند کې د افغانستان سفارت به په راتلونکیو دوه یا درې ورځو کې خپل فعالیتونه او خدمات بیا پیل کړي.
ستانکزي له ملي تلویزیون سره په مرکه کې څرګنده کړې، چې د ده پر اند اسلامي امارت؛ ځکه پر رسمیت پېژندل شوی، چې اوس هم له هغو هېوادونو سره دیپلوماتیکې اړیکې لري، چې پخوا یې درلودې.
هغه وایي، چې په افغانستان کې شاوخوا شل سفارتونه هڅې تر سره کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې پېنځه ورځې مخکې په هند کې د افغانستان سفارت اعلان وکړ، چې په نوي دیلي کې یې د هند د حکومت پر وړاندې د پرتو ستونزو له کبله خپل فعالیتونه د تل لپاره ځنډولي دي.