نړۍ
په هند کې له سيلانيانو څخه د ډک پله د نړېدو له کبله د مړو شمېر ۱۳۲ ته ورسېد
د دوشنبې پر ورځ د هند په ګجرات ایالت کې یوه ځايي حکومتي چارواکي رویترز خبري آژانس ته ویلي؛ د یکشنبې پر ورځ د هند په لویدیځ ګجرات ایالت کې له سیلانیانو څخه د ډک یوه ځوړند پله د نړېدو له کبله د مړو شمېر ۱۳۲ ته ورسېد.
لوړپوړي ایالتي چارواکي این کی مچهر ویلي؛ د پله د نړېدو په پېښه کې د مړو شمېر ۱۳۲ ته رسیدلې او د لټون او ژغورنې عملیات روان دي.
هغه زیاته کړې، چې کیدای شي د ځاني زیانونو شمېر نور هم لوړ شي.
د رویترز په تلویزیوني انځورونه کې لسګونو خلک ښودل شوي، چې د موربي په ښارګوټي کې د مچو سیند پر سر پر کیبلونو د تړل شوي پله پر پاتې برخې لیدل کیږي او د ژغورنې ډلې یې د ژغورنې هڅې کوي.
ځینو یې له مات شوي پله څخه د سیند غاړې ته د تګ هڅه کوي. په داسې حال کې، چې نور ترې خوندی ژغورل شوي دي.
د راپور له مخېګ په قربانیانو کې یو شمېر ماشومان هم شته دی.
پراتیک واساوا، چې له پله څخه له کښته کېدو وروسته یې ځان د سیند غاړې ته پر لامبو وهلو رسولی؛ ګجراتي ژبې خبري ۲۴ ساعته چینل ته یې ویلي، چې هغه په سیند کې د څو ماشومانو د ډوبېدو شاهد دی.
هغه وایي: ما غوښتل، چې يو شمېر يې له ځانه سره وساسم؛ خو هغوى ډوب شول.
نوموړي دا هم څرګنده کړې، چې پل یوازې په څو ثانیو کې ونړېده.
د ناورین ځای ته نږدې د دولتي روغتون یوه طبي مشر اتل پرجاپتي ویلي: مونږ ۸۱ مړي موندلي او د وروستیو مراسمو پروسه پیل شوې ده.
د چارواکو د څرګندونو له مخې، لسګونه کسان ټپیان شوي هم دي.
چارواکو ویلي، چې د ړنګیدو په وخت کې له ۴۰۰ ډېر خلک د استعماري پېر پر ځوړند پله روان ول.
د ایالت د کورنیو چارو وزیر هارش سنګاوي ویلي، چې پر پله له ۱۵۰ ډېر کسان ځوړند پاتې ول.
پل د دیوالي د نمانځنې یا د څراغونو د جشن او د چت پوجا د رخصتۍ پر مهال ډېر لیدونکي راجلب کړي وه.
یو عیني شاهد سکرام نومي ویلي، ډېريو ماشومانو د دیوالي له رخصتیو خوند اخیست او دوی دلته د سیلانیانو په توګه راغلي وه. ټول یو د بل پر سر راپریوتل.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، پل د درندېدو او ډېر بار له کبله نړیدلی دی.
د رویترز د راپور له مخې؛ دغه ۲۳۰ متره پل په ۱۹ پېړۍ کې د بریتانوي واکمنۍ پر مهال جوړ شوی و او له تېرو شپږ میاشتو راپدیخوا تر رغونې لاندې و، چې تېره اوونۍ د عامو خلکو لپاره پرانستل شو.
لومړی وزیر نریندرا مودي، چې په خپل کور ګجرات ایالت کې د درې ورځني سفر لپاره تلی دی؛ په دې اړه وایي، چې هغه د ایالت مشر وزیر ته لارښوونه کړې، چې د ژغورنې عملیاتو لپاره د ژغورنې ډلې راوغواړي هڅې ګړندۍ کړي.
د اپوزیسیون ګوند مشرانو تور لګولی، چې حکومت له تخنیکي ارزونې پرته د خلکو لپاره د دغه پله پرانسته کړې ده.
دغه سیمه، چې موربي نومیږي د سیرامیک د تولید د مرکز په توګه نومیالۍ ده.
دا پېښه په ګجرات کې د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ له ټاکنو دمخه رامنځته شوې، چې تمه ده د روان کال په پای کې د مودي د واکمن ګوند له اوسنۍ دورې سره پای ته ورسیږي.
