کوید۱۹

په هند کې له ۲۴ ګړیو راپدیخوا پر کرونا ویروس ۳۳۳۵۳۳ کسان اخته شوي

Published

on

رویټرز راپور ورکړی، چې د یکشنبې پر ورځ د هند حکومت د پرلپسې څلورمې ورځې لپاره له ۳۳۰۰۰ ډېرې مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

حکومتي سرچینو په هند کې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا پر کرونا ویروس د اخته کېدو له ۳۳۳۵۳۳ مثبتو پېښو او ۵۲۵ د مړېنې راپور ورکړی دی.

د یادې سرچینې د راپور له مخې؛ په هند کې له کرونا ویروسه د مړېنې شمېر ۴۸۹۴۰۴ ته رسیدلی دی. د هند روغتیا وزارت ویلي؛ د شنبې پر ورځ هند پر کرونا ویروس د اخته کسانو ۱۹۳۳۷۷۰۴ نوې مثبتې او ۴۸۸ د مړېنې پېښې ثبت کړې دي.

د حکومتي څرګندونو له مخې، اوسمهال د اخته خلکو د رغیدو کچه ۹۳ اعشاریه ۱۸ ته رسېدلې ده.

د روان کال له پیل راپدیخوا، د هېواد بېلابېلې برخې د کرونا ویروس د نوې بڼې یا اومیکرون د مخنیوي محدودیتونه تر بېلابېلو کچو لاندې دي.

رویټرز راپور ورکړی، چې د هند پلازمېنې ډیلي د اوونۍ د وروستیو ورځو رخصتي پلې کړي؛ که څه هم په پراخه کچه تمه کیده، چې ډیلي به یو څه محدودیتونه لرې کړي. سیمه ییز حکومت د جمعې پر ورځ پرېکړه وکړه، چې پر تګ راتګ بندیزونه روان وساتي.

د هند فډرالي حکومت ویلي، چې دوی په تېرو څلیریشت ګړیو کې یو اعشاریه اووه اتیا میلیون خلک آزمویلي او په پام کې ده، چې دا کار روان وساتل شي.

Trending

Exit mobile version