تازه خبرونه

په هند کې میشت افغان کډوالو سفارتي چارواکي پر فساد تورن کړل

Published

on

Last Updated on: غویی ۲۵, ۱۴۰۲

په هند کې د میشتو افغان کډوالو استازیو د هند په پلازمېنه ديلي کې د افغانستان د سفارت چارواکي د سفير په ګډون پر فساد تورن کړل.

په یوه لیک کې، چې د یکشنبې پر ورځ آریانا نیوز ترلاسه کړی؛ د کډوالو استازیو د افغانستان سفیر فرید ماموندزی، اداري او مالي مسوول ضیاءالله هاشمي او د سیاسي چارو رییس ابراهیم شکیب ایازی پر مالي او اداري فساد او اختلاس تورن شوي دي.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ته په استول شوي لیک کې راغلي، چې ماموندزي، هاشمي او ایازي په غیرقانوني او د دیپلوماتیکو ارزښتونو خلاف دوه ودانۍ، چې شپږ اپارتمانونه لري او یو دوه‌نیم جریبه چمن، چې شاوخوا نیم جریبه ځمکه ده؛ د پلازمېنې [کابل] له کومې قانوني بهیر، اجازې او لارښوونې پرته یوې هندي کمپنۍ ته ورکړ شوی دی.

په هند کې د میشتو افغان کډوالو استازیو په دې لیک کې څرګنده، چې دې قرارداد شاوخوا لس میاشتې دوام وکړ؛ خو وروسته په هند کې د میشتو افغانانو له فشار سره مخ شول او بالاخره له هندي کمپنۍ سره قضیه رامنځته شوه.

په ليک کې راغلي: دا مهال هندي شرکت پر سفیر فرید ماموندزي، مالي او اداري مسوول ضیاءالله هاشمي باندې د هند په محاکمو کې د دوه نیمه کروړه هندي کلدارو د جعل او فساد دعوه کړې ده. د هندي شرکت پلان دا دی، چې د څو کلونو له تېریدو وروسته د هند د محاکمو د پرېکړې له مخې شاوخوا نیم جریب چمن، چې میلیونونه دالر ارزښت لري؛ په خپل نوم کړي.

د یاد لیک په یوه بله برخه کې راغلي: په‌دې کار سره به د افغانستان دیپلوماتیک ملکیتونه خپل دیپلوماتیک حیثیت له لاسه ورکړي؛ د افغانستان تاریخي او ملي سرمایه به د څو فاسدو او غدارو چارواکو د ظلم او خیانت له کبله له لاسه ووځي او الله پاک مه‌کړه د هند د سوداګرو د ناوړو پلانونو په پایله کې به د افغانستان تاریخي او ملي سرمایه له منځه ولاړه شي.

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې د فساد لګېدلي راپورونه رد کړل او څرګندوي، چې په سفارت کې کارونه پر پوره ایماندارۍ او روڼتیا ترسره کیږي.

Trending

Exit mobile version