تازه خبرونه

په هند کې پر پابجي بندیز چینايي شرکت ته ۳۴ میلیارد دالر زیان اړولی

Published

on

په هند کې د ګرخند پر پابجي لوبې بندیز د چینایي تکنالوژۍ مخکښ شرکت تنسینت په دوه ورځو کې لږ تر لږه ۳۴ میلیارد دالر له لاسه ورکړي دي.

د هندوستان د سوداګرۍ انسایدر څرګنده کړې، چې بلومبرګ د تېرې میاشتې له راپور وروسته  پر چینایي شرکت تنسینت دا دویم آفت دی؛ په لومړي ځل ۶۶ میلیارد دالر هغه مهال زیانمن شو، چې دونالد ترمپ په خپل هېواد کې پر وي چت بندیز ولګاوه.

دې شرکت بزنس انسایدر ته په ډاګه کړې، چې تنسینت شرکت د معلوماتو خوندیتوب او د معلوماتو ساتنه اړین بولي. زمونږ پروګرامونه تل په هندوستان او نورو بازارونو کې د معلوماتو د ساتنې او خوندیتوب له وړ نافذو قوانینو سره مطابقت لري. مونږ د هندي چارواکو هڅولو ته سترګې پر لار یو، چې د کاروونکيو معلوماتو په خوندي کولو کې خپله اوږدمهاله پالیسي او کړنې روښانه کړي او مونږ هیله لرو ډاډ ترلاسه کړو، چې په هند کې زمونږ پروګرامونه د لاسرسي وړ دي.

هندوستان د پابجي موبایل،ارینا ول ، چیس رن او لډو ورلد په ګډون ۱۱۸ چینایي پروګرامونه تړلي دي.

د راپورونو له مخې؛ پابجي په هند کې له ۵۰ میلیون ډېر کاروونکي لري.

دا هڅه له هغې وروسته تر سره شوه، چې د هند د تکنالوژۍ او اطلاعاتو وزارت د جون په وروستیو کې د دواړو هېوادونو تر منځ له سرحدي تاوتریخوالي وروسته د تیک تک په ګډون ۵۹ چینایی پروگرامونه وتړل.

Trending

Exit mobile version