کوید۱۹
په هند کې پر کرونا ویروس اخته ۴۰۰۰ کسان مړه شوي – راپور
رویټرز څرګنده کړې، چې له تېروڅلیریشت ګړیو راپدیخوا په هند کې پر کرونا ویروس اخته ۳۸۹۰ ناروغان مړه شوي دي.
راپور په ډاګه کړې؛ دغه راز په یادې موده کې د کرونا ویروس ۳۲۶۰۹۸ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له دې سره پر کرونا ویروس د اخته کسانو ټول شمېر ۲۴ اعشاریه ۳۷ میلیون کسانو ته پورته شو.
د روغتیا نړیوالې ټولنې خبرداری ورکړی، چې د کرونا ویروس دوه یم کال به د نړۍ اپاره ډېر خطرناک وي.
د دې ټولنې مشر له هغې وروسته دا خبرداری وړاندې کړ، چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي وویل؛ کرونا ویروس په نورو هېوادونو کې هم په چټکۍ خپریږي.
دغه راز له تېرې اوونۍ راپدیخوا د سویلي آسیا په هېوادونو کې د کرونا ویروس یو اعشاریه اووه میلیون پېښې ثبت شوي او پر کرونا ویروس اخته ۲۰۰۰۰ نور پر ویروس اخته ناروغان مړه شوي دي.
د انګلستان لومړي وزیر بوریس جان سوین ویلي، چې هېواد به یې د واکسیناسیون بهیر چټک کړي، چې د کرونا ویروس د چټکې خپرېدا مخه ونیوشي.
