تازه خبرونه
په هند کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۳ میلیون واوښت
د هند روغتیا وزارت تېره ورځ په ډاګه کړه، چې په یوه شپه او ورځ کې د ټول هېواد په کچه د کرونا ویروس ۶۹۸۷۴ نوي مثبتې او۹۴۵ د مړینې پېښې ثبت شوې دي.
دغه راز په هند کې له کرونا ناروغۍ ټول ۵۵۷۹۴ کسان مړه شوي دي.
هندوستان درېیم هېواد دی، چې له امریکا او برازیل وروسته د ترټولو لوړ شمېر لري.
همدارنګه دې هېواد له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا له یو میلیون ډېرې شکمنې پېښې کتلي او د کرونا د مخنیوی هڅې یې له ناکامۍ سره مخ دي.
د هند روغتیا وزارت ویلي؛ د ناروغانو پر وخت کتنه، څارنه او درملنه ګړندۍرغیدنه تضمینوي.
د رغیدلیو کسانو په شمېر کې ډېریدنې او لږ ځاني زیانونو دا په ګوته کړې، چې د هند راتلونکې ستراتیژۍ به بې پایلې نه وي.
د هند حکومت ویلي؛ اوس د دې وړتیا لري، چې هره ورځ له یو میلیون دېرې پېښې وکتل شي.
په نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۳۲۰۸۴۹۲ ته رسیدلی؛ لږ تر لږه ۸۰۴۴۷۴ کسان ترې مړه شوي او ۱۴۹۱۴۲۲۳ نور رغیدلي دي.