تازه خبرونه

په هند کې پر یوه ورځ د کرونا ویروس نږدې ۳۰۰۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوي

Published

on

په هند کې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا د کرونا ویروس ۲۹۴۲۹ مشبتې پېښې ثبت شوي، چې دا د دې هېواد د ورځني شمېر ډېره لوړه برخه ده.

د هند روغتیا وزارت ویلي، چې له دې سره په دې هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۹۳۵۰۰۰ ته رسیدلی دی.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېرو ۲۴ ګړیو کې پر کرونا اخته ۵۸۲ ناروغان مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د چارشنبې پر ورځ د هند د تکنالوژۍ انستیتیوت د عامو او ټولو خلکو د کرونا ویروس د کتلو لپاره ارزانه کیتونه وړاندې کړل.

د انادولو خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دا نوی کیت OROSURE نومیږي، چې د اوسني هر کیت بیه ۶۰ دالره او د دې نوي هغه ۶ دالره یا ۵۰۰ هندي روپۍ ده.

د دغه بنسټ مدیر رام ګوپال راوو ویلي؛ د تکنالوژۍ دغه بېلګه باید په هند کې د بېلګو د کتنې بنه د شمېر او لګښت له اړخه واړوي؛ ځکه په ارزانه توګه تره میاشت دوه میلیونه بېلګې کتل کیدی شي.

راوو زیاته کړې؛ هیله من یم، چې د کتنو دا کیتونه د کرونا ویروس په ماتولو کې مرسته وکړي. دغه ۱.۳ میلیاردي وګړنیز هېواد دمګړۍ د څه نا څه یو میلیون پر کرونا اخته کسان لري، چې تر دې دمه یې ۲۴۳۰۹ ناروغان مړه شوي دي.

Trending

Exit mobile version