سیمه ییز خبرونه

په هند کې چاودنې دوه کسانو ته مرګ او ژوبله واړوله

Published

on

د هند امنیتي چارواکو څرګنده کړې، چې د جمعې پر شپه د مانیپور په شمال ختیځ ایالت کې د یوې بمي چاودنې له کبله یو تن وژل شوی او یو بل ټپي دی.

د رویټرز خبري اژانس د څرګندونو له مخې، چاودنه د مانیپور ایالت د مرکز په ایمفال پوهنتون کې رامنځته شوې ده.

تر دې دمه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه‌دی منلی.

یوه هندي چارواکي ویلي، چې بم د ډی ایم نومي پوهنتون په انګړ کې وچاودېده؛ یو تن وژل شوی او یو بل تر درملنې لاندې دی.

له تېرې می میاشتې راپدیخوا مانیپور د اکثریت “میتي” او اقلیت “کوکي” ټولنو د غړیو ترمنځ د اقتصادي ګټو او قبایلو ته د ورکړ شوې ونډې د وېش پر سر د سختو نښتو شاهد دی. په دغو نښتو کې شاوخوا ۲۰۰ کسان وژل شوي هم دي.

ایمفال د میتي ټولنې د استوګنې ځای دی، چې د جګړې له پیل راپدیخوا د تاوتریخوالي د ډېرو پېښو شاهد دی.

بم د جمعې پر ورځ د مانیپور د ډی ام پوهنتون د زده‌کوونکیو اتحادیې په دفتر کې چاودنه کړې ده.

د چارواکو د څرګندونو له کبله دوه ژوبل کسان سمدستي روغتون ته وړل شوي، چې یو یې د ټپونو له کبله ساه ورکړه.

د شپې شاوخوا ۱ بجه، د متحد مانیپور کمیټې دفتر، چې د مدني ټولنې دفتر، چې د میتي د ګټو استازیتوب کوي؛ وسوځول شو.

Trending

Exit mobile version