نړۍ

په هند کې یو اوسپنیز ۵۵۰ ټنه پل غلا شوی ـ راپور

Published

on

هندي رسنیو څرګنده کړې، چې د غلو یوې ډلې په دې هېواد کې د اوسپنې یو پل غلا کړی دی.

د هندوستان ټایمز د راپور له مخې؛ دغه پل ۵۵۰ ټنه وزن او ۱۸ مټره اوږدوالی درلود، چې په درې ورځو کې له روهټاس ولسوالۍ غلا شوی دی.

راپور دا هم په ډاګه کړې، چې غلو د پله د پرې کولو لپاره پرمختللي وسایل کارولي دي.

دغه پل په ۱۹۷۲ زېږدیز کال کې جوړ شوی و؛ خو په دې وروستیو کې د تخنیکي ستونزو له کبله د ګټې اخیستنې نه و.

د هند سیمه ییزو پولیسو ويلي؛ په دې اړه یې پلټنې روانې دي او د فلزاتو کار و باریانو ته یې هم خبرداری ورکړی، چې غلا شوې اوسپنې ته پام راواړوي.

Trending

Exit mobile version