تازه خبرونه

په هیواد کې جګړې زور اخیستی دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي یوالي د حکومت اجرايي ريیس که څه هم د افغان ځواکونو سرښندنې ستايي، خو زیاتوي چې په بدخشان، کندز او بغلان ولاتیونو کې روانې جګړې داښيي چې په هیواد کې جنګ او جګړو زور اخیستی دی.

له څه مودې راهیسې د افغانستان شمالي ولایتونه له پامیره تر د کندز تر پراخو قطغني دښتو پورې د نا امنیو ښکار شوي دي.

دغو نا امنیو او جګړو نه یوازې په عادي وګړو؛ بلکې په سرتیرو هم ناوړه اغیزه کړې ده.

په دې جګړه کې وسلوال مخالفین د افغان ځواکونو په پوځي هډو بریدونه کوي.

د وزیرانو شورا نننۍ غونډه هم په دې جملو پیل شوه چې د ترهګرو بریدونه زیات شوي او نا امني دوامداره ده.

د ملي یوالي د حکومت اجرايي رییس عبدالله غبدالله:

“تر ټولو بنسټیزه مسله چې په مخ کې لرو، امنیتي حالت دی چې په دې اړه به کورنیو او دفاع وزارتونو معینان راپورونه وړاندې کړي. د کندز، بغلان او بدخشان ولایتونو امنیتي حالات او نورې پيښې چې په دې وروستیو کې رامنځ ته شوي، د افغانستان د دښمنانو د حملو شدت او زیاتوالی ښيي.

د شمالي ولایتونو په تاوتریخوالي او د جګړو په اور کې سلګونه افغان پوځیان وژل شوي دي چې عبدالله عبدالله یې په دې ناسته کې د سرښندنو ستاینه وکړه.

د هیواد په شمالي ولایتونو کې امنیتي حالات مخ په ترینګلي کیدو دي.

ځینې په دې باور دي چې ګواکي په افغانستان کې د جګړې نقشه او جغرافیه بدله شوې ده او شمالي ولایتونه د جګړې محور ګرځول شوي دی، خو امنیتي چارواکي وايي چې همدا اوس له لسو په زیاتو ولایتونو کې له وسلوالو مخالفینو سره جګړه روانه ده.

Trending

Exit mobile version