سیمه ییز خبرونه

په هېواد كې به بڼوالۍ ته ډېره پراختيا وركړشي- محمد اصف رحیمی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د کرنې او مالدارۍ وزارت چاروا کي وایي، هڅهكوو، چېپه هېواد کی بڼوالۍ او باغ دارۍ ته پرختیا ورکړو.

د آريانا نيوز خبريال اسلم حجاب گزارش وركوي، چې په کابل کېد کرنی اوماداری وزارت له خوا د افغانستان دتازه میو یو نندارتون پرانستل شو او لسگونه ډوله هغه کورنۍ میوې، چی د کرنی وزارت د بڼوالۍ د ملي پروگرام له لوري تولید شوې وې نندارې ته وړاندی شوې.

دافغانستان دکرنې اومالدارۍ وزیر محمد اصف رحیمی وایي، چې هر کال نږدې لس زره دبېلا بېلو میوو تولیدونکي باغونه او بڼونه جوړیږي، چې تراوسه پورې نږدې څلویښت زره بڼونه جوړ شوي اودې لړۍ ته به نوره هم پراختیا ورکړ شي.

د کابل ولایت د بادام باغ د څېړنیز فارم عمومی مسوول عبدالقدس هم وایي، چېپه دغه فارم کې ۱۴ قلمه بېلا بېلېداسې تازه میوې څېړل شوي، چې په افغانستان کی هم ښه تولید لري.

د دوی په وینا، تراوسه پورې دې ادارې زیات دمیوو تخمونه او نیالگی روزلي، چې په راتلونکې کې به پر بڼوالو ووېشل شی.

Trending

Exit mobile version