تازه خبرونه

په هېواد كې به د ټاكنيزو مركزونو امنيتي ستونزې د نوي كال تر لومړيو حل شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

< ![endif]–>

د هېواد لوى درستيز شېرمحمد كريمي، چې بلخ ته په يوه امنيتي ناسته كې د گډون په موخه تلى وايي، چې تراوسه هم د هېواد په كچه امنيتي ستونزې د ټاكنو يو شمېر مركزونه گواښي او امنيتي ځواكونه به دا ستونزې د راتلونكي كال تر وري پورې له منځه يوسي.

ښاغلي كريمي؛ فارياب او بدخشان په شمال كې هغه ولايتونه گڼي، چې امنيتي ستونزې په كې ډېرې دي.

جنرال كريمي وايي، ملي اردو ۹۵ سلنه اكمال شوې؛ خو د اساسو توكو او ټپي پوځيانو د ليږد په وخت به له بهرنيو ځواكونو مرسته وغوښتل شي.

دا امنيتي ناسته په مزارشريف كې د ۲۰۹ شاهين قول اردو په قوماندانۍ كې جوړه شوې وه؛ خو ځينو واليانو په كې گډون نه و كړى.

چارواكي وايي، په دې ناسته كې د ټاكنو په درشل كې د شمالي ولايتونو د امنيتي وضعيت او په دې برخه كې د جدي گامونو د اخيستلو په اړه بحث كوي.

Trending

Exit mobile version