سیمه ییز خبرونه
په هېواد كې د اتيا سلنې مرګ ژوبلې لامل ماينونه دي
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي، چې په هېواد كې د اتيا سلنې مرګ ژوبلې لامل ماينونه دي. د پوليسو اكاډمۍ وايي، چې د ماينونو له امله ډېره مرګ ژوبله په ملكي خلكو سربېره پوليسو ته اوړي، چې غواړي دا كچه راټيټه كړي.
ماينونه تر اوسه هم د افغانانو يو لوى دښمن بلل كېږي، چې ورځ تربلې يې له امله مرګ ژوبله لوړېږي.
د ماينونو د خطر د راكمولو په موخه د چهارشنبه په ورځ ( د مرغومي ۱۸ ) د لومړي ځل لپاره د پوليسو اكاډمې په چوكاټ كې د انجنيرۍ څانګه پرانسيتل شوه، په دې ودانۍ ۹،۱۴ ميليون ډالره لګښت راغلى او د ماينونو د شنډولو په برخو كې به پوليسو ته روزنه وركول كېږي.
د افغانستان د پوليسو اكاډمۍ د انجنيرۍ څانګې مشر غلام محمد رامكی وايي:
د سړك د غاړې ماينونه او چاودېدونكي توكي د پوليسو او عامو وګړو پرواندې لوى خطر دی.
په همدې وخت كې د پوليسو اكاډمۍ د ماين او چاودېدونكو توكو سره د مبارزې په برخه كې ۲۵ تنه مسلكي روزنه وركړې ده.
دا كسان وايي، كه دوى په پرمخ تللو وسايلو سمبال شي نو د ماينونو له امله مرګ ژبله به پنځوس سلنه راټيټه شي.
د پوليسو اكاډمۍ مسئولين وايي، چې د پلان له مخې تر ۲۰۱۸م كال پورې به د افغانستان پوليس په ټولو برخو كې پرځان بسيا وي.
دا چارواكي همدارنګه زیاتوي، چې اوس د ټول هېواد په كچه د پوليسو په چوكاټ كې د ماين پاكۍ ۶۶ ډلو په چوكاټ كې ۳۵۰ تنه د ماينونو د پاكولو په برخه كې كار كوي.