سیمه ییز خبرونه
په هېواد كې د اريانا بلخ ځانگړيو ټلويزيوني خپرونو يو كلن گام پورته كړ
د افغانستان شمالي او شمال ختيځو ولايتونو ته له بلخ ولايت څخه د اريانا راديو- ټلويزيون د سيمه ييزو خپرونو يو كال پوره شو.
اريانا بلخ په لومړي ځل د ۱۳۹۰ ل كال د سلواغې په شپږمه خپرونې پيل كړې، چې په پيل كې يې د نيم ساعت لپاره د شمال او شمال خيتځو ولايتونو خبري پېښې ترپوښښ لاندې نيولې وې. اوس مهال دغه ټلويزيون شاوخوا يو ساعت خپرونې لرې او د نهه شمالي ولايتونو ټولې خبري پېښې تر پوښښ لاندې نيسي.
دغه خپرونې هره ورځ د ماښام له پنځه بجو څخه د ماښام تر شپږو پورې خپريږي.
اريانا بلخ ليدونكي او مينه وال وايي، چې:
اريانا بلخ په خپلو خپرونو كې هغو مسايل را نغاړي، چې د دوى پر ژوند مستقيم اغېز كوي.
د اريانا بلخ د فوټسال لوبډلې او په شمال كې له اداري فساد سره د مبارزې ادارې اريانا بلخ د اطلاع رسولو په برخه كې تر ټولو مخكښ وباله.
د اريانا را ډيو- ټلويزيون نړيواله شبكه پر ملي او نړيوالو خپرونو سر بېره كوښښ كوي، چې سيمه ييزې خپرونې هم ولري، چې په بلخ او هرات كې دغه خپرونې پيل شوې دي.