تازه خبرونه
په هېواد كې د بيان آزادي ځانگړې پاملرنه غواړي
د افغانستان د ژورنالستانو د ملي ټولنې رييس عبدالحميد مبارز وايي، چې كه نوى حكومت د بيان آزادي ته درناوى ونه كړي، افغان خبريالان به د مدني مبارزو له لارې حكومت اړ كړي، چې د بيان آزادۍ ته درناوى وكړي.
د افغانستان له آزادو رسنيو ملاتړ اداره يا نى د دې ورځې په نمانځغونډه كې د بېلابېلو رسنيو خبريالانو ته د ښه كار او فعاليت له كبله ستاينليكونه وركړل.
د آزادو رسنيو د ملاتړ ادارې رييس صديق الله توحيدي وايي، د تېر كال د مى له درېيمې څخه تر اوسه ۶ خبريالان وژل شوي، ۴ ټپيان، نهه د نيونې، ۳۵ د وهلو ټكولو او ۲۴ د گواښلو پېښې د خبريالانو پر وړاندې تر سره شوې دي.
د ولسي جرگې ديني او فرهنگي كميسيون غړې هيلۍ ارشاد ټينگار وكړ، چې ژر به پرمعلوماتو د لاسرسۍ قانون تصويب شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستياله سمين حسن زاده قانون جوړونكي بنسټونه په ناغيړۍ تورن كړل.
په افغانستان كې هم د مى له درېيمې څخه هر كال د مطبوعاتو د آزادي د نړيوالې ورځې په توگه نمانځنه كيږي.