سیمه ییز خبرونه
په هېواد كې د حضرت محمد(ص) له پيروۍ پرته سوله او ثبات ناشونى دى
د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد(ص ) د لارښوونو له پيروۍ پرته په هېواد كې د تلپاتې سولې راتلل ناشوني دي.
د افغانستان په جوماتونو كې يو شمېر ترهگريز بريدونه د دې لامل شوي، چې گڼ شمېر خلك په جوماتونو كې هم ځان خوندي احساس نه كړي؛ نو له همدې كبله د اسلام د ستر پيغمبر د نيكمرغه زوكړې په نمانځغونډه كې د خلكو او دولتي چارواكو شتون پيكه و.
د جگړې تر څنگ بله پديده، چې افغانستان يې بدنامه كړى اداري فساد دى.
يو شمېر دينې عالمان د نبي كريم د نيكمرغه زوكړې د درناوي په مراسمو كې د افغانستان د خلكو پر يووالي ټينگار وكړ.
دينې عالمان او د ميلاد نبي د نمانځغونډې يو شمېر برخوال وايي:
په هېواد كې داسې شرايط راغلي، چې خلك په جوماتونو كې ځانونه خوندي نه احساسوي .
د ربيع اول دولسمه نېټه هغه ورځ ده، چې د بشريت ستر لارښود حضرت محمد (ص) وزېږېد.
دينې عالم صلاح الدين هاشمي وايي، چې:
د رسول الله (ص) له لارښوونو څخه پيروي په هېواد كې د تلپاتې سولې د را منځته كيدو لامل كيداى شي.
نوموړى زياتوي:
له دغو ستونزو څخه د وتلو يوازينۍ لار له سيرت النبي څخه كار اخيستل دي .
د فارياب د سولې شورا رييس مولوي اسد الله جمالي وايي، چې:
د دولت د وسلوالو مخالفينو كړنې د اسلام له مقدس دين سره په ټكر كې دي.
دا په داسې حال كې ده، چې يو شمېر دينې عالمان نه يوازې د ميلاد نبي پر ورځ، بلكې د ژوند په نورو ورځو كې هم مسلمانانو ته د حضرت محمد (ص) پر لارښوونو د عمل كولو ټينگار كوي، چې تر منځ يې نفاق را منځته نشي.