سیمه ییز خبرونه

په هېواد كې د حكومت گونگو پرېكړو اقتصادي ستونزې رامنځته كړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د سوداگرۍ خونې مرستيال خان جان الكوزي وايي، چې:

د افغان حكومت ناكامه پالسيو افغان سوداگر له گڼو ستونزو سره مخ كړي دي.

نوموړى وايي:

په دې روستيو كي د هېواد يو ملي سوداگر په حيرتانو كي د نفتو د تصفيې كمپني جوړه كړې، چې په كال كي د ۲ لكه ټنه نفتو  توليد او تصفيې ظرفيت لري.

د سوداگرۍ وزارت بيا نوموړي ته په كال كې د پېنځه سوه زره ټنه تېلو د توليد او تصفيې جواز وكړى،  چې په كې ۴۵۰ تنو ته مستقيم او نږدي ۵ زره نورو ته غيرمستقيم  د كار زمينه برابريږي.

بل خوا د نفتي موادو يوويشت واردوونكي شركتونه ادعا لري، چې ياده فابريكه په نړيوالو ميعارونو برابر نفتي توكې نه شي برابرولى.

دوى له دولت څخه د دغو ستونزو د حل غوښتنه كوي او وايي:

كه ستونزه اواره نه شي؛ نو د نفتو بيه به نوره هم لوړه شي.

دا په داسې حال كې ده، چې د نفتو د تصفيه كوونكيو او د نفتي موادو د واردوونكيو ترمنځ ستونزې ډېرې شوې دي.

كه څه هم د جمعې په ورځ(د وږي لومړۍ) د افغانستان سوداگرۍ خونې د شركتونو د ادعاوو د اثبات لپاره دواړه خواوې راغوښتې وې، چې دا ستونزه د رسنيو په وړاندې اواره شي؛ خو يوه خوا هم دې ناستې ته نه ده حاضره شوې.

د يادونې وړ ده، چې د سوداگرۍ وزارت هم په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ويلي.

Trending

Exit mobile version