تازه خبرونه
په هېواد كې د روغتیا نړیواله ورځ ونمانځل شوه
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د روغتیا نړیواله ورځ د( کوچنیو موجوداتو او سترو گواښونو ) تر سرليك لاندې ونمانځل شوه.
ساري يا له ناروغ انسان څخه روغ ته ليږديدونكې ناروغي زياتره د غوماشو(مياسو) په وسيله ليږدول كيږي.
د عامې روغتيا وزيره ثريا دليل وايي، كه څه هم، چې افغانان له ساري ناروغيو سخت كړيږي ؛ خو د مخنيوي لپاره يې ملي پروگرام ښې پالې درلودلي دي.
آغلې ثريا دليل زياتوي، چې په دوه زره ديارلسم ميلادي كال كې د ملاريا ناروغۍ له ۳۹۰ زره ډېرې پېښې ثبت شوې وې.
دغه راز په تېر ميلادي كال كې د لشمانيا نږدې څلويښت زره پېښې د عامې روغتيا له ورزات سره ثبت شوې دي.
د هوا او چاپېريال ككړوالى، د خلکو بی ځایه کیدل، بېوزلي، پاکو او روغتیایي اوبو ته د خلکو نه لاسرسی، د ساري ناروغیو د خپریدو لاملونه بلل كيږي.