سیمه ییز خبرونه

په هېواد كې د زيات محصول له كبله د اومه موادو نرخونه لوړيږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د صنايعو ټولنې مسوولين وايي، چې:

افغانستان ته وارديدونكي اومه مواد د زيات محصول له كبله ډېر لوړ تماميږي.

د افغانستان د صنايعو ټولنې رييس جبار ساپى وايي:

له كورنيو توليداتو څخه د افغان حكومت كمزورى ملاتړ د دې لامل شوى، چې كورني توليدات له گواښ سره مخامخ شي.

دوى زياتوي، چې له بهره پر را وارديدونكيو اومو موادو گمركي محصول ډېر دى.

د افغانستان د ماليې وزارت سلاكار نجيب الله منلى وايي، چې:

له بهره افغانستان ته پر را واريديدونكيو اومو موادو هيڅ گمركي محصول نشته.

دوى غوښتنه كوي چې پر وارديدونكو امو موادو ماليه كمه كړي.

له دغو اندېښنو سره سره افغانستان د پلاستيكي كاليو، غيرالكولي مشروباتو، بيسكيتو او آيسكريمو د توليد په برخه كې په ځان بسياينې ته رسيدلى دى.

Trending

Exit mobile version