پرمختګ او بشپړتیا
په هېواد كې د كاري زمينو برابرول به مخالفين له پښو وغورزوي
د كار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، د كاري زمينو برابرول به د دې سبب شي، چې مخالفين ونه شي كړاى خلك په ځانگړې توگه كارگران خپلو ليكو كې وگماري.
د دې وزارت د كار مرستيال حسام الدين همراه، چې دولس فني ښوونيزو موسسو ته د كاري جواز د وركړې په مراسمو كې خبرې كولې، ټينگار وكړ، چې په زيات شمېر كې د خلكو وزگارتيا ناامنيو ته لار هواره كړې ده.
د نوموړي په وينا، دې وزارت اته ملي موسسو او څلور نړيوالو موسسو ته د كار جواز وركړ، چې په فني او حرفوي برخو كې كارگران وروزي.
د ښاغلي حسام په خبره، كارگرانو ته به د فني او حرفوي زده كړو وركړه د دې سبب شي، څو دا كارگران په افغانستان او همدا راز له هېواده بهر كار پيدا كړي.
د ده په خبره دا زده كړې به د كاري زمينو د برابرولو تر څنگ د اقتصادي ودې زمينه هم برابره كړي.
نوموړي په ډاگه كړه، چې اوس د هېواد په گوټ گوټ كې د فني او حرفوي زده كړو نهه دېرش ښوونيز مركزونه شتون لري، چې په وروستيو لس كلونو كې دوه زره كسانو ته په بېلابېلو ځانگو كې زده كړې وركړ شوې دي.
د نوموړي په وينا، په دې دوه زره كسانو كې هغه وسلوال مخالفين هم راځي، چې د سولې له بهير سره يو ځاى شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دى، چې د بې كارۍ كچه په كې لوړه ده او همدا ستونزه خلك كړوي.